د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځانمرګی برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ځانمرګی برید د جلال آباد ښار شپږمې ناحیې اړوند د فامیلیو په سیمه کې شوی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر د بیان له مخې پيښه نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د فامیلیو په سیمه کې د پلټنې مرکز ترڅیرمه شوې ده.
په بیان کې راغلي دي چې پلي ځانمرګي برید کوونکي د پلټنې د مرکز ترڅنګ د ځان پوړې تړلي چاودیدونکي توکي وچول.
پدې پیښه کې ۸ تنو ملکي وګړو او دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان په پیښه کې دوه ملکي وګړي او دوه تنه پولیس ټپیان شوي دی.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
فرهاد شهراني

Comments