د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې بدلون راغلی؟

comments 0

هندوکش ـــ پاکستان: د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوي لومړنۍ لیدنه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قريشي سره کړې، له لیدنې وروسته ښاغلي قريشي خبریالانو سره خبرو کې ویلي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې یواځې د تشدد پېښې کمې نه، بلکې د ده په خبره جګړه دې ختمه شي.
خو اساسي پوښتنه دا ده چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې کوم ښکاره بدلون لیدل کیږي او کنه؟
د چارو پوهان او ولسي جرګې کې د خلکو استازي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سیاست بدلون او د سولې مذاکراتو څخه یې د ملاتړ په اړه خوشبینه نه دي.
په دې اړه د نړیوالو اړیکو پوه عمر شریفي وايي: “طالبان ځان ډیر سر سخته ښکاره کوي، د پاکستان او طالبانو لید لوری ګډ دی، که افغانستان غواړي د طالبانو لیدلوري او موضع کې بدلون راشي دا مسئله باید په جدي توګه له پاکستان سره مطرح کړي، ځکه چې دا سفر د نورو سفرونو په سترګو نشو لیدلی، دا توپير لري، په تېر کې مو پایله نه ده لیدلې، اوسنی سفر د ګډ نظر رامنځته کولو برخه کې هڅه ده، خو د اغېز وړاندوینه یې نشو کولی.”
په ورته وخت کې په پارلمان کې د خلکو استازی عارف رحماني وايي: “په تېر کې پاکستان د افغان چارواکو څخه دا ډول ښه راغلاست نه وکړی، خو ورته وخت کې دافغانستان په وړاندې د پاکستان ستراتیژي روښانه ده، د افغانستان په دولت اطمینان نه لري، ډېر امتیازات غواړي، په ښکاره ښه نیت ښیي، خو په ټوله کې یوه تاکتیکي لیدنه ده او تراوسه پاکستان د افغانستان په وړاندې ښه نیت نه لري او داچې څومره به دوحه کې د افغان سولې مذارکراتو په بن بست اغیز ولري، ای اس ای، د طالبانو لوی استاد دی او که وغواړي کولی شي دې ډلې ته حدود وټاکي څو د سولې مذاکراتو کې مرسته وکړي.”
د عمران خان تازه مقاله چې واشنګټن پوسټ کې نشر شوي، په کې ټینګار شوی، چې له یو ارامه، خپلواک، متحد افغانستان څخه ملاتړ کوي.
فروزان سیرت

Comments