د افغانستان پر بنسټیزو پروژو د چین پانګونه.

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان ښه او تلپاتې ملګرې (چین) غواړي د افغانستان پر بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي.
افغانستان کې د چین سیاسی قنسل وايي چی «افغانستان د سترې اقتصادي پروژی د عملي کیدو یو مهمه او محوري برخه ده».
د نوموړي په وینا «د بنسټیزو پروژو پیل د چین یو کمربند او یوې لارې پروژی سره سمدستي پیلیږي چې د یو کمربند او یوې لارې پروژې عملې کیدو سره به دغه هیواد له نړیوال بازار سره ونښلول شي».
چينایې چارواکې په دې باور دي چې «د افغانستان ثبات د چین له ثبات سره تړلی دې او چین چمتو دې ترڅو افغانستان کې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې بشپړه همکاري وکړي».
د یو کمربند او یوه لارې پروژه ستره اقتصادي پروژه ویل کیږي چې ددغې پروژې په وسیله به افغانستان له منځنۍ آسیا ایران او اروپا سره وصلیږي.
جینایې چارواکې د افغانستان هلې ځلې ستایې خو وایي چې د پروژې عملي کیدو لپاره امنیتي وضعیت مهم دې.

سپوژمې پوپل زی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply