د افغانستان ولسمشر کندهار ته ولاړ

comments 0

هندوکش: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د يو پلاوي په مشرس کندهار ته سفر وکړ.

په دې سفر کې له ولسمشر سره يو شمېر دولتي مسولین هم ملتيا کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې په دې سفر کې به د کندهار وضعيت په هر اړخیز ډول وڅيړل شي.

په دې سفر کې به ولسمشر د کندهار له مشرانو، ځوانانو، روڼ اندو او میرمنو سره هم وګوري.

په کندهارکې به پر امنيتي او پراختيايي وضعيت هم خبرې وشي او شونې ده ولسمشر د ټولنې بیلابیل پوړونه بیل بیل وګوري.

ياده دې وي چې تر دې دمه ددې سفر په اړه نور جزييات نه دي رسنیز شوي.

نور جزييات به کندهار ته له ولسمشر سره په دې سفر کې زموږ مله همکاره سپوږمۍ پوپلزۍ راکوي له هندوکش ټکی کام سره پاتې شی.

 

Comments

Leave a Reply