د افغانستان ولسمشر د شپزيږې ليګ له لوبغاړو سره وکتل

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شپږيزې د کرکټ ليږ له لوبغاړو سره وکتل.

د خبرپاڼې پر بنسټ ولسمشر ورزش د ودې او يو والي سمبول وباله.

په دې لیدنه کې ولسمشر له دوی د مننې په لړ کې هیوادوال سپورت او خصوصا کرکټ ته وهڅول.

په لیدنه کې ولسمشر د افغانانو په استازيتوب د نړۍ د وتلو لوبغاړو د راتګ او په لوبو کې د ګډون څخه مننه وکړه.

ولسمشر کرکټ يوازې په افغانستان کې نه بلکه په نړۍکې د انسانيت او يو والي لپاره ښه بیلګه وبلله.

ياده دې وي چې د کرکټ د شپږيزې سيالۍ په لومړي ځل په سیمه کې بې ساري دي.

دې لوبو ته د نړۍ د وتلو ټيمونو لوبغاړي هم راغلي دي.

يادې لوبې چې اوس په کابل کې روانې دي هره ورځ زرګونو خلک يي لیدلو ته ورځي.

ترهګرو او پاکستان ډيره هڅه وکړه چې يآدې لوبې مختلې کړي ولې بريآلي نشول.

سپوږمۍ ـ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply