د افغانستان وضعیت او د چین رول / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

دا اوس د نړۍ په کچه مالومه ده چې چین یو د اقتصادي، ټولنیز، سوداګریز، تولیدي، سیاسي او پوځي اړخه یو پیاوړی هېواد دی چې کولای شي د ډیرو هېوادونو په ثبات کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان چې له پخوا له چین هېواد سره ښه ملګرتیا لري، اوس هڅه کوي چې په سیمه کې د چین له نفوذ د ځان لپاره ګټه واخلي او چین په افغانستان کې داسې همکاریو ته راضي کړي او یا قناعت ورکړي چې دافغانستان د ثبات لامل شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار چې د تېرې اوونۍ په منځ کې چین هېواد ته سفر کړی، هلته یې له بیلابیلو چارواکو سره په لیدنه کې د چینايي مسوولینو پام یو ځل بیا افغانستان ته رااړولی دی.

لویه همکاري چې چین یې افغانستان سره کولای شي، هغه دا ده چې چین په ټوله مانا پاکستان باندې اغیز لري او چین هېواد له دې اغیزې په ګټنې کولای شي، پآکستان په افغانستان کې ريښتنې همکاریو ته وهڅوي.

د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر سفر په همدې موخه دی چې چین هېواد څنګه کولای شي، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي چې افغانستان کې د ثبات لامل شي.

د چین د پوځ له لوی درستیز زوجینګ سره د ښآغلي اتمر لیدنه ګټوره وه او پریکړه شوې چې چین به له افغانستان د یوې پوځي غرنۍ لیوا په جوړیدو کې مرسته کوي او د دې کار لپاره به یو چینایي پلاوی کابل ته راځي چې هر اړخیز بحث پرې وکړي.

دا لیوا کولای شي په سرحدي غرنیو سیمو کې د ترهګرو پرضد کارنده عملیات وکړي او هغه ګواښونه چې د ترهګرۍ له اړخه دي، دفعه کړي، چین هم په سیمه کې ویره لري چې ترهګري پراختیا پیدا نه کړي، داسې نه چې چین ترې زیانمن شي، نو له همدې کبله یې د یو باثباته افغانستان لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملي امنیت شورا سلاکار سره د مرستو ژمنه کړې.

د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی اتمر باور لري چې چین د یو ګاونډې په حیث کولای شي، په افغانستان کې هره برخه کې مرسته یې اغیزمنه تمامه شي، ځکه دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ملګری پاتې شوی او زیات کلتوري مشترکات هم سره لري.

چین هېواد هم لیواله دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له افغانانو سره په داسې برخو کې مرستې وکړي چې اړتیا یې لیدل کیږي، چین اوس له افغانستان سره یو ګډه سیمه ییزه پروژه چې یوه لار یو کمر بند یادیږي، لري او د دې پروژې لپاره چین هېواد زیاتې پيسې ځانګړې کړي او اوس د دې پروژې په عامه پوهاوي بوخت دی چې خلکو ته یې ارزښت او ګټې بیان کړي.

چین اوس په افغانستان کې تر بل هر وخت لیواله دی چې د بیارغونې تر څنګ په نظامي برخو کې هم مرستې وکړي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي، د چین هېواد لیوالتیا په افغانستان کې دا ده چې افغان چارواکو چین هېواد ته قناعت ورکړی چې یو باثباته افغانستان یې په ګټه دی او په افغانستان کې د ترهګرو پراختیا کولای شي، په سیمه کې د چین هېواد تر څنګ د نورو هېوادونو ګټې هم زیانمنې کړي.

د چین د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلې چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې یې قربانۍ ورکړي او لا نورې قربانۍ ورکوي.

د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر سفر په ټوله کې له لاسته راوړنو ډک ښکاري، ځکه چې د چین هېواد یو پیاوړی پوځ لري او کولای شي، له افغان پوځ او مشرانو سره د تجربې په شریکولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

تر دې وړاندې چې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته سفر کړی و، په هغه سفر کې یې هم د چین هېواد مرستې راجلب کړې وې چې د پلټنو سکینرونه او وسلې پکې شاملې وې چې افغان لوري ته وسپارل شوې.

ښاغلی اتمر په دې پوهیږي چې چین هېواد له افغانانو سره خواخوږي لري او اړتیا ده چې دا خواخوږي یې په هره برخه کې اغیزمنه شي او کار ترې واخیستل شي.

 

Share this page to Telegram

Comments