د افغانستان ملي دفاع وزارت: پاکستان له افغان ځواکونو سره له ګډو عملیاتو په شا شوی دی.

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د امریکا تر نظارت لاندې کوم پوځي عملیات چې تاکل شوې وو د ډیورند فرضي کرښې په شاوخوا کې د ترهګرو ځپلو په موخه په لارې واچول شي پاکستان په شا شوی دې.
دولت وزیري د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې ، ټاکل شوې وه چې پاکستاني او افغان پوځيان په ګډه د امریکا تر نظارت لاندې د ډيورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د ترهګرو د ځپلو په موخه عملیات وکړي. خو پاکستان له دغې چارې په شا شوی دی.
د نوموړي په وینا، افغانستان ګډو عملیاتو ته اړتیا نه لري، ځکه د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې نه، بلکې د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ( کوټې، پېښور او میرانشاه ) کې دي.
ددولت وزیري په وینا نومول شوي ځایونه د پاکستاني حکومت تر چتر لاندې فعالیت کوي او که پاکستان له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه کوي، نو لومړی دې دغه مرکزونه له منځه یوسي.
نوموړي پاکستان نه په انتقاد سره وویل چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې رښتینی نه دی خو افغان ځواکونو له کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره مبارزه کړې ده او همدا اوس هم افغان ځواکونه په شرقي ولایتونو کې د داعش پرضد جګړه کوي، خو برعکس پاکستان د دغو ډلو ملاتړ کوي او یوازې هغه ډلې ځپي چې د پاکستان حکومت ته خطر پېښوي.
دولت وزیري وویل، افغان حکومت د ترهګرو ځپلو ته ژمن دی، خو پاکستان له خپلې ژمنې په شا شوی دی او ګډو عملیاتو ته یې شا کړې ده.
یاده دې وي چې اوس مهال پاکستان کې سیاسي او اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دې او پاکستان کې سیاسي ارخونو د نواز شریف پر حکومت فشار راوړې ترڅو واک نه لاس په سر شي.
فریده خپلواک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply