د افغانستان لپاره ګډ اقتصادي پلان جوړیږي

comments 0

هندوکش – هند: چین او هند د افغانستان لپاره ګډ سوداګریز او اقتصادي پلانونه جوړوي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چین ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد له ولسمشر سره هوکړه کړې چې افغانستان کې به اقتصادي پروژې عملي کوي.
مودي ویلي د چین او هند ښې اړیکې به د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان پر وضعیت مثبت اغیز وکړي.
د چینايي رسنیو د راپور له مخې دا لومړی ځل دی چې چین او هند افغانستان کې ګډې اقتصادي پروژې پلي کوي.
چین له دې وړاندې هم له افغانستان سره په لویو اقتصادي پروژو کې مرسته کړې وه، چې له هند سره ګډ کار يې لومړی ځل دی.
محمد حنیف بیدار

Comments