د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورسیده

comments 0

هندوکش ـــ کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي تاداماچي یاماماتو ماموریت بشپړ شو.
نن په ارګ د مخه ښې کتنې پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني د یاماماتو د هڅو او کړیو خدمتونو ستاینه او قدردانی وکړه او زیاته یې کړه: (تاسې له افغان ولس او خلکو سره د همکارۍ لپاره خپل مسوولیت ادا کړ او د افغانستان له نظام سره مو یو ځای د پایداره ودې او پرمختګ، د بشري حقونو د لازیات خوندیتوب او د سولې او امنیت د ټینګښت په برخو کې کار او هڅې وکړې.)
بلخوا تادامیچي یاماموتو په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه او د افغانستان نوي حکومت ته یې په بېلابېلو په ځانګړي ډول خلکو ته د خدمت کولو او سولې پروسې د پرمخ بېولو په برخو کې، د بریالیتوب هیله وکړه.
یاماماتو د ۲۰۱۶ د جون په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وګمارل شو .
د ده د ماموریت پر مهال امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړ، افغانستان د پارلماني او ولسمشرۍ انتخابات وکړل او همدغه راز طالبانو درې ورځنی اوربند هم وکړ.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ویلي دي چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره اوږ په اوږه کار کوي چې په دغه هېواد کې سوله ټېنګه شي.
ملګرو ملتونو تر دې دمه د ښاغلي یاماماتو ځای ناستی اعلان کړی نه دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments