د افغانستان لوی ملي ایتلاف مات شو

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان ژغورنې په نوم د لوی سیاسي ایتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا رسنیو ته ویلي، چې د دغه ایتلاف سیاسي عمر پای ته ورسید.
اوریا ویلي، د ایتلاف مهم غړي په بیلا بیلو ټاکنیزو ډلو کې وېشل شوي او په دې سره د دغه ایتلاف موده پای ته ورسیده.
د اوریا په خبره، دغه ایتلاف د دې لپاره جوړ شوی و چې، ټاکنو کې یو مخکښ نوماند ولري، خو هر څه سرچپه شول او غړي یې ویشل شوي دي.
دغه ایتلاف تیر کال په ترکیه کې عبدالرشید دوستم، عطاء محمد نور او محمد محقق رامنځته کړ، سږ کال یې رسمي شتون اعلان کړ او اوس دړې وړې شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments