د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن له هند لوبدلې سره مخ کېږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د فوټبال نړیوال جام او د اسیایي هېوادونو جام ته د لارموندنې په هدف افغان ملي لوبډله نن سې شنبه له هند لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن له هند لوبدلې سره مخ کېږي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو له هند سره د لوبې لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي دوی وایي له عمان سره یې په لوړ مرال لوبه کړې او هڅه کوي چې له هند لوبډلې سره هم د پام وړ لوبه وکړي.
په دغو سیالو کې افغان لوبډله له بنګله‌دېش، قطر او عمان لوبډلو سره مخ شوې، چې له بنګله‌دېش سره یې لوبه مساوي کړې، له عمان او قطر څخه یې ماتې خوړلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments