د افغانستان غوره لیک فوټبال سیالۍ نن په کابل کې پیلېږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ لوبه به نن مازدیګر پنځه بجې پيل شي.
هغه زیاته کړه: “له خیره سره نن پنځه بجې د توفان هریرود او اباسین څپې لوبډلو ترمنځ لوبه پيلېږي.”
د افغانستان فوټبال غوره لیګ نن د اتو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیلېږي.
د غوره لیګ د نهم دور دا لوبې سږ کال له ځان سره افغان حکومت او طالبانو ته د سولې پيغام لېږدوي.
تمه ده چې یوه اوونۍ وروسته د ښځینه لوبغاړو غوره لیګ هم په کابل کې پیل شي.
عبید رادپور

Comments