د افغانستان عامې روغتیا وزیر له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان عامې روغتیا وزیر پر طالبانو غږ وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دې اوربند وکړي.
فېروزالدین فېروز دا خبره پرون په کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص د لابراتوار د پرانیستو پر مهال وکړه او ویې‌ویل چې د ‘کوویډ-۱۹’ اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ولس همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه: “نن راغلی یم تجهیزات مې راوړي، امکانات مې هم راوړي او پيغام مې دا دی چې نه تجهیزات په درد خوري، نه امکانات که چېرته تاسو له یوه بل سره همکاري ونه‌کړئ، له موږ سره همکاري ونه‌کړئ، زموږ پيغامونو ته په جدي توګه پاملرنه ونه‌کړئ دا ناروغي به خدای مه‌کړه ډېره خرابي وکړي.”
په کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار د ۱۰۰ کسانو د وینې د معاینې وړتیا لري.
په دې لابراتوار کې به د زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو د کرونا مشکوکې پېښې هم معاینه کېږي.
له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر هم طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی و، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه‌ده منلې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments