د افغانستان سولې په اړه سعودي کې لویه غوڼده جوریږي

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې د عالي شورا ویانډ رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د اسلامي نړۍ عالمان به د سعودي عربستان په غونډه کې په افغانستان کې جنګ مردود او د سولې جهاد اعلان کړي.
د سولې د عالي شورا ویانډ احسان الله زیاته کړه، په سعودي عربستان کې د علماوو ناسته برخلیک ټاکونکی رول لري.
د نوموړي په وینا په یاده ناسته کې په هېواد کې د جګړې په پای ته رسولو پرېکړه کېږي، چې په خبره یې، ورسره به د افغانستان د قضیو په اړه د پاکستاني علماوو خولې هم بندې شي.
ویل کیږي چې د اسلامي نړۍ د عالمانو ناسته د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان، سعودي عربستان او د سولې د عالي شورا په همکارۍ په جولایي میاشت کې جوړېږي.
یاده دې وي چې تردې وړاندې د افغانستان سولې په اړه هم په اندونیزیا کې غونډه جوړه شوې وه چې پاې کې افغانستان کې جګړه نارواه وبلله او له ښکیلو ډلو یې وغوښتل چې جګړې ته د پاې ټکې کیږدي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments