د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رییس عزیز رفیعي: د طالبانو پلاوی حتا د دغه ډلې نظامي برخې ته د منلو وړ نه دی

comments 0

هندوکش ــ کابل: په داسې حال کې چې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت نوملړ ټولشموله نه دی او دوی به ور سره خبرې ونکړي، د افغانستان د مدني ټولنو استازي، ځوانان او د نظر خاوندان وایې چې د طالبانو له لوري د سولې مذکراتي پلاوی نه یواځې دا، چې ټول شموله ندی، بلکې د همدغه ډلې نظامي برخې ته هم د منلو ندی.
د افغانستان د سولې او شخړو انستیتوت مرستیال حکمت الله اعظمي په دې باور دی چې د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې تر ډېره دیني او روحاني مشران موجود دي چې د ځوانانو او د بېلابېلو فکرونو درلودونکو کسانو استازولي نه شي کولای، دی وايي، که څه هم د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې د مېرمنو د موجودیت هیله نه لري خو نوموړی وايي چې ښه وه چې د دغه ډلې په پلاوي کې ځوانان موجود وای.
ښاغلی اعظمي انتقاد کوي چې د دغه ډلې په پلاوي کې تر ډېره د یو ځانګړي قوم استازي موجود دي.
هغه زیاتوي: ” که تاسې وګورئ د طالبانو په پلاوي کې زیات يې پښتانه دي، په پلاوي کې د نورو قومونو استازي ‌ډېر محدود دي، شاید شمېر يې له دوه درې نفرو ډېر نه وي، اصلاً د طالبانو ټیم په دې برخه کې تر ډېره له نیوکې سره مخ دی، او بله دا چې میرمنې په کې نشته که څه هم د مېرمنو د موجودیت په برخه کې ترې تمه نه شي کېدای، دغه شان د ځوانانو نه موجودیت بله مسئله ده یانې زیات شمېر يې عمر تېري کسان دي.”
د ده په خبره دغه شان د طالبانو په سیاسي استازو کې د مدني ټولنو غړي هم نه لیدل کېږي.
د طالبانو د رژیم پر مهال د دغه ډلې د مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت پر مهال د لوګر والي مولوي ضیا الرحمن، د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سترې محکمې ريیس شهاب الدین دلاور، د هغه مهال د کرنې او مالدارۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور، د ملا محمد عمر ورور عبدالمنان عمري، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر امیر خان متقي، د دغه ډلې لوی درستیز ملا محمد فاضل مظلوم، د طالبانو د رژیم پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا خیر الله خیرخوا، مولوي مطیع الله، دغه شان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمال تنظیمه رییس ملا نور الله نوري، مولوي محمد نبي عمري، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا عبدالحق او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هغه کسان وو چې له دې وړاندې د امریکا سره د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی وو.
خو د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع رییس عزیز رفیعي وايي چې د طالبانو پلاوی حتا د دغه ډلې نظامي برخې ته د منلو وړ نه دی.
هغه زیاتوي: “زه حتا باور لرم چې د طالبانو پلاوی د دې ډلې په کړیو کې د منلو وړ نه دی، که د طالبانو دغه پلاوی د دې ډلې وسله والو ته په ګوتو ورشي نو شاید مجازات يې کړي.”
عبید رادپور

Comments