د افغانستان د متحدو علماو اعلامیه

comments 0

0 Views

د نورستان ولایت په خاصه توګه د وایګل ولسوالی متدینو او درنو ولسوونو ته!

د علم او زده کړی اهمیت او ارزښت هغه څه دي چې ټول آسمانی ادیان او بشری ښوونځي او ټولنه د هغه په کسب او ترلاسه کولو باندې ټینګار کوي او د زده کړي په بهیر کې پراختیا او پرمختګ ویاړ ګني، خو د اسلام مقدس دین له بل هر دین او آئین څخه علم او زده کړی ته ارزښت وکړی دی او انسانان یې دعلم او پوهي زده کړي ته رابللي دي.

تعلیم ورکول او د هغه تر لاسه کولو زده کړه ده، تعلیم رڼا ده او په یوه ټولنه کې یو بې روحه کالبد کې د څا(روح) غزول دي او د اسلام مقدس دین په دغه لاره کې له هر څه د مخه ټینکار کړی او د علم زده کړه یې یو الهی نعمت بلل دی، دا ځکه چې په اسلام کې لومړنی وحی د قلم، تعلیم او زده کړی د ارزښت بیانوونکي دی او هغه یې د الهی له مهمو او ارزښتناکه نعمتونو څخه انسانانو ته ورپیژندلي دي، چې د دغه ښوونځي لومړنی ښوونکی د الله تعالی پاک ذات او لومړنی زده کوونکی یې نبی کریم(ص) وو« اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ … اقْرَأْ وَ رَبُّکَ الْأَکْرَمُ الَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ»(علق،۱-۵ )ژباړه:ای رسوله ووایه د خپل پرودګار په نوم چې ته یې پیدا کړی یي، ووایه چې ستا پرودګار غوره او کریم دی،هغه خدای چې انسان ته یې د قلم په واسطه د لیکلو علم ورزده کړ او بشر چې په هغه څه نه پوهیده ورزده یې کړل.

دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام علم او زده کړی ته څومره ارزښت وکړی هاند دا چې د اسلام ستر پیامبر د علم زده کړه په هر نر او ښځینه مسلمان باندې فرض  ګرځولي، (طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ (متفق علیه).

خو له بده مرغه چې  له اوږدې مودې راهیسي او بیا په ځانګړی توګه په دې وروستیو کې د اسلام، انسانیت، ښوونې او روزنې دښمنانو د اسلام مقدس نامه څخه  په ناوړې ګټي پورته کولو سره د بهرنیو هیوادونو د څارګرو ډلو په لارښوونه د علم او زده کړی له دغه ستر نعمت څخه زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د محرومیدو په موخه یو لړ ورانکاره کړنې په لاره اچولي  چې کله مو ښوونځي راسوځوي، کله یې  په بمونو الوځوي،  کله یې دروازې زمونږ د ماشومانو پر مخ تړي، کله مو نازولي زده کوونکي را مسموموي، کله مو ښوونکي او  زده کوونکي ګواښوي او حتی په شهادت یې رسوي، چې ښې بیلګې د نورو ولایتونو سربیر د نورستان ولایت د وایگل ولسوالی ده چې د پراختیایی پروژو د مخنیوي تر څنګ یې له کلونو راهیسي د ښوونځيو دروازې هم زمونږ د ګلالیو ماشومانو پر مخ بندي کړي او د تک اجازه ورته نه ورکوي، چې د طالبانو او ورته نورو ډلو دغه کار په خپله له اسلام او زده کړي سره ښکاره دښمني ده او زمونږ ولسونو د دوي د دغه جنایت پر وړاندې باید چپ پاتي نشي.

نو مونږ علما د خپل دیني مسوولیت له مخې د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو او په ځانګړی توګه د علم او زده کړی د دښمنانو هر ډلو ورانکاره او ترهګریز بریدونه په کلکه غندو او د دوي د هر ډول ظلم او ستم پر وړاندې ولاړ او نه پریږدو چې د اسلام او انسانیت دغه ترهګري ډلي زمونږ د مظلوم ولس او په ځانګړی توګه ماشومانو او ځوانانو پر وړاندې  خپلو ناوړو او کرغیړنو موخو ته ورسیږي او له خپلو ټولو متدنیو هیوادوالو او په ځانګړی توګه د نورستان ولایت د وایګل ولسوالی میړنیو ولسوونو څخه هم په کلکه غواړو چې نور په خپلو سیمو او بانډو کې د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې ودریږي او د دوي د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او مرسته وکړي.

ومن الله التوفیق

Share this page to Telegram

Comments