د افغانستان ثبات د بریتانیا لومړیتوب دی

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: د بریټانیا د دفاع وزیر وایي په افغانستان کې ثبات او ټیکاو د بریټانیا په لومړیتوب کې دی.
د بریټانیا دفاع وزیر، ګاوین ویلیمسون کابل ته په خپل لومړي سفر کې د افغانستان د دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو سره مبارزه د بریټانیا لپاره حیاتي ارزښت لري.
نوموړي همداراز ډاډ وښود چې هېواد یې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او خپل ماموریت ته به دوام ورکوي.
بریتانیا اوس هم افغانستان کې پوځیان لري چې له افغان ځواکونو سره د روزنې او مشورو په برخه کې مرستې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments