د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پآکستان یو جګپوړې دیپلمات بیا احضار کړ

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د پآکستان صدراعظم هغې غوښتنې په پار چې افغانستان کې یې د موقت حکومت غوښتنه کړې وه د پاکستان جګپوړی دیپلومات د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړې دې/
داپه داسې حال کې ده چې عمران خان ویلي وو چې کابل ته د ده دوستانه مشوره دا ده چې که غواړي چې د ولسمشرۍ انتخابات یې د سولې له پروسې سره هممهاله وي نو باید موقت حکومت جوړ کړي.
«د افغانستان خلکو! زما خبرې واورئ، په غور یې واورئ. په یاد وساتئ چې موږ تاسې خپل ورونه ګڼو. زه لاسونه پورته کوم او الله ته دعا کوم چې د افغانستان خلکو ته امن راولي.»
تر دې وړاندې هم عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان له شدید غبرګون سره مخامخ شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت احمدي بیا ویلي چې د عمران خان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او له همدې کبله دغه هیواد ته د افغانستان د اعتراض د څرګندولو په خاطر په کابل کې پاکستانی دیپلومات احضار کړل شو.
تېر ځل د عمران خان د څرګندونو په اعتراض کې افغانستان خپل سفیر د مشورې لپاره کابل ته راوباله. خو کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو وویل چې د عمران خان خبرې تحریف شوي، افغانستان خپل سفیر بېرته پاکستان ته ولېږه.
تېر ځل د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان او د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکې وکړې او هغه یې نامناسبې وبللې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments