د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: د قریشي خبرې بې بنسټه دي، پاکستان د افغان سولې پروسه کې هېڅ مهم رول نه دی لوبدولی

comments 0

هندوکش کابل: د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې، چې ویلي یې و، چې نړیوالو د افغان سولې پروسه کې د پاکستان پراخ او مثبت رول منلی؛ بې ځایه بللې او زیاته کړې یې ده، چې پاکستان لاهم په دې برخه کې کوم مهم اقدام نه دی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان پر طالبانو تر هرچا ډېر نفوذ لري او یاد هېواد دې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې یاده ډله د افغان سولې پروسه کې رېښتینو همکاریو ته وهڅوي.
اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې پاکستان کولای شي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته قانع کړي؛ خو لاهم یاد هېواد دا چاره نه ده ترسره کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments