د افغانستان او هندوستان د فوټبال سیالۍ؛ یو د یو پر وړاندې مساوي شوه

comments 0

هندوکش ـ کابل: تېره شپه د افغانستان او هندوستان د فوټبال ملي لوبډلو مسابقه یو د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
دغه مسابقه د قطر د پلازمېنې دوحې په جاسم بن حمدسټوډیوم کې وشوه.
افغانستان په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲میلادي کال نړیوال جام او په ۲۰۲۳میلادي کال کې د اسیایي هېوادونو جام ته د لار موندنې لپاره یو وار په ۲۰۱۹میلادي کال کې د بنګله دېش په وړاندې مسابقه ګټلې ده.
درې وارې یې مسابقې مساوي شوي او څلور وارې یې لوبې بایللي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments