د افغانستان او هندوستان اړیکی نه ماتیدونکی دي

comments 0

د افغانستان په مسئله کې معمولاً د هندي چارواکو نظرونه اخیستل کېږي نو ګوزار به يې پخپل اصلي رقيب پاکستان وي.
په افغانستان کې د هند سفير وايي : د افغانستان او هندوستان اړیکی نه ماتیدونکی دی منپريت ووهرا له بي بي سي رادیو سره په ځانګړې مرکه کې ټينګار وکړ چې افغانستان د هند لپاره اقتصادي ارزښت لري او ډيلی هڅه کوي له دې لارې د منځنۍ اسیا او منځني ختيځ هېوادونو ته لار پرانيزي.
ښاغلی منپریت وايي: “افغانستان زموږ او منځنۍ اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د پل بڼه لري. د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ نورې پروژې هم شته چې افغانستان ترې ګټه اخیستی شي. بې له شکه چې د افغانستان پرمختګ کې زموږ ګټه هم نغښتې ده. ”
همداراز افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند د افغانستان کلک اقتصادي همکار بولي.
په کابل کې د هند سفیر منپريت ووهرا که څه هم د پاکستان نوم یاد نه کړ خو ويې ویل چې د سيمې یو شمېر هېوادونه په ډېر شدت سره هڅه کوي د ډيلي او کابل تر منځ د اړيکو د پياوړتیا په لار کې خنډ شي.
خو ښاغلی ووهرا د افغانستان او هند ترمنځ اړیکي دومره ” پیاوړې” وبللې چې د نورو په لاسوهنه ” نه زیانمنې کېږي.”
هند پاکستان ته د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړي په سترګه ګوري. طالبانو څو ځله په افغانستان کې د هند پر ډيپلوماتيکو نمایندګیو او یو ځل يې د کابل په شهر نو کې د هندي ډاکترانو پر مېلمستون بريد کړی.
افغانستان ته د سړک جوړونې لپاره راغلي هندي انجينران تل د طالبانو له ګواښونو سره مخ ول.
د هند اقتصاد د ودې په حال کې دی او د انرژۍ لویو سرچينو ته اړتیا لري. هغه سرچينې چې د افغانستان تر پولو ها خوا په منځنۍ اسیا کې دي. په کابل کې د هند سفير هم وايي چې هېواد يې دغو سرچينو ته د رسېدو او خپلو توکو ته د بازار موندنې په تکل کې دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۱۶ کال کې د سویلي اسیا د اقتصادي همکاریو سازمان په اتلسمې غونډې کې د خپلې وینا پر مهال د هندي او پاکستاني مشرانو په مخکې وویل، افغانان به څوک پرې نږدي چې هېواد يې د نورو هېوادونو په منځ کې د نیابتي جګړې په مېدان بدل شي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوې. په وروستیو څو میاشتو کې د اسلام اباد او کابل اړیکې تاوتريخوالي ته ورسېدې، د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو د تړلو او د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د وسله والو نښتو لامل شوې.
د څارونکو په وینا هند ډېره هڅه کړې چې له دغو شرایطو او اختلافونو سیاسي ګټه پورته کړي او له افغان دولت سره د اقتصادي او مالي همکاریو لمن پراخه کړي.

Comments

Leave a Reply