د افغانستان او سنګاپور د فوټبال سیالۍ مساوي شوه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان او سنګاپور د فوټبال ټیمونو ترمنځ دوستانه سیالۍ یو د یو په وړاندې په مساوي ډول پای ته ورسېده.
دا لوبه پرون ماښام په متحده عربي کې وشوه.
دا نړیوال جام او اسیایي جام ته د لار موندنې له مسابقو مخکې د افغانستان د ټیم دوهمه تمریناتي سیالۍ وه.
په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې افغانستان اندونیزیا ته ماتې ورکړې وه.
عبید رادپور

Comments