د افغانستان او ایرلنډ لوبې سبا پيل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې سبا پنجشنبه په هند کې د افغان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شي.
هند کې د افغان او ایرلنډ کېدونکې لوبې پنځه یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه ټسټ لوبه ده.
د دغه لوبو لپاره د ایرلنډ لوبډله هند ته رسېدلې او سبا پنجشنبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه د هند دهرادون کې وشي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ویلي، افغان کرکټ لوبډله بیا په هند کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې پر تمریناتو بوخته ده او د سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري.
د ایرلنډ پر وړاندې دغه سیالۍ نړیوال جام ته د چمتووالي او لوبغاړو د غوراوي لپاره مهمې بلل شوي دي.
آرش احساس

Comments