د افغانانو قاتل پاکستانی جنرال وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان:د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هغه پاکستانی تقاعد شوی جنرال څه موده وړاندې په افغانستان کې وژل شوی چې د جګړې لپاره تللی و.
وژل شوی جنرال شاهد عزیز نومیږي او د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف یو نږدې ملګری و چې څه موده وړاندې په افغانستان کې په یوه جګړه کې وژل شوی دی. پاکستاني رسنیو د هغه د کورنۍ د غړو له خولې لیکلي، چې شاهد عزیز افغانستان ته تللی و او هلته وژل شوی دی، خو پاکستاني حکومت دغه خبر نه دی تایید کړی.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا جنرال کله او د افغانستان کومه سیمه کې وژل شوی
دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د پاکستاني پوځي د وژل کېدو راپورونه خپرېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ پاکستاني وګړي او ځينې پاکستاني پوځیان په افغانستان کې د جګړې په لیکه کې یا لیدل شوي یا وژل شوي دي.
له دې وړاندې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې یو شمیر غړي په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوسیږي او دوی ته سلا مشورې ورکوي.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments