د افغانانو د پاشلو هڅه

comments 0

لیکوال: نوید احمد څرک
افغانستان کې له کلونو راهیسې په دې کار کیږي چې څنګه کیدای شي، ورونه قومونه د یو بل دښمنان کړي او سره و یې پاشي، دا هڅې هغه وخت چټکې شوي کله چې د شوروي د سرغل پروړاندې اوه تنظیمه جوړ شول او هر تنظیم په یو ځانګړي قوم پورې تړاو درلود.
کورنۍ جګړې یې وکړې او په دغو جګړو کې هر تنظیم او هر قوم د یو بل پروړاندې وجنګیدل او خپله برخه ورانۍ یې او قتلونه یې د یو بر پروړاندې وکړل، خو بیا هم د قومونو په ویشلو او ټوټه ټوټه کولو و نه توانیدل.
د طالبانو له ریژیم وروسته دا هر څه سم شول او یو داسې حکومت رامنځ ته شو چې ټولو پکې ځان ولید، خو دا چې د افغانانو دښمن خپلې هڅې ناکامه ولیدې، نو ځینو قومونو مشران او یا سیاسیون یې وګمارل چې په یوه او بله پلمه خپل قوم د نورو قومونو پروړاندې وکاروي.
دا لوبه په تېرو ۱۷ کلونو کې همداسې دوام پیدا کړی، خو دا چې ملي امنیت اداره او د وخت حکومت دا هر څه کنټرولوي، استخباراتي کړۍ نه دي توانیدلي چې خپل هغه ارمان ته ورسیږي چې یو ځل بیا قومونه د یو بل پروړاندې راپورته کړي او یا د افغانستان د تجزيي خوبونه یې رښتیا شي.
هغه کړۍ چې د قومونو د پاشلو لپاره ګمارل شوي، خپلې هر اړخیزه هڅې کړي او خپلې ټولې حربې یې پر افغانانو وکارولې، خو دا ارمان یې لا نه دی پوره شوی او لاس ترې هم نه اخلي.
اوس چې زیات شمېر فعال افغانان ټولنیزې رسنۍ کاروي، د قومونو د پاشلو لپاره ګمارل شوې کړۍ او اشخاص کار کوي چې څنګه کیدای شي د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د یو بل پروړاندې وکاروي.
ځینې وختونه به مو لیدلي وي چې مستعار اکاونټونه او مستعارې پاڼې د یو قوم سپکاوی کوي او نورې پاڼې د بل قوم سپکاوی کوي چې زیات خلک یې په ځان راټول کړي وي، تاسو به په کمنټونو کې لیدلي وي چې ځینو دا کار غندلی وي، خو ځینو نورو یې ملاتړ کړی وای او د قومونو ترمنځ تفرقې ته یې لا لمن وهلي وي.
ځینې بیا د قومي سوداګرۍ لپاره دا کار کوي، د دې لپاره چې خپل قوم کې کسان پيدا کړي د خپل قوم غږ پورته کوي او بل قوم تورنوي چې ګنې د دوی حق یې خوړلی دی، خو دا چې خلک تحقیق نه کوي او یا مالوماتو ته لاس رسی نه لري، نو په پټو سترګو خپل قومي مشر چې په اصل کې قومي سوداګر دی، ورپسې ځي او هغه ترې خپله ګټه اخلي.
هغه چې د استخباراتو لپاره کار کوي او یا هغه چې د ځان ژغورلو او یا ځان مشهورولو او سوداګرۍ لپاره کار کوي، هغه یا رواني ناروغ او یا د افغانانو دښمن ورته ویلی شو، خو هغه چې پروړاندې یې غبرګون ښيي، ښه کوي، خو زه باور لرم چې دا کار د قومونو تر منځ د یووالي په زیان دی او د دې موضوع انکشاف له ګټې تاوانونه زیات لري.
دا یواځې د افغان حکومت مسوولیت هم نه دی چې د قومونو ترمنځ د تفرقو مخه ونیسي، په دې برخه کې زیات مسوولیت د خلکو دی چې ښه رول لوبولی شي اوهغه چاته اجازه ور نه کړي چې افغانستان کې ملي یووالي له منځه وړي او نسبي ګډوډي جوړوي.
افغانستان په تاریخ کې تل په قومونوسوداګري شوې، قومونه له یو بل سره هیڅ ستونزه نه لري، لکه د ورونو د یو بل په منځ کې ژوند کوي او له یو بل سره نږدې اړیکې پالي، خو دا چې مشران یې سوداګر دي او د خپلو ګټو لپاره له قومي تعصباتو ګټه اخلي، نو ځینې وختونه قومي جنجالونه راپورته کوي.
افغانانو او په ځانګړي ډول فکري ځوانانو ته پکار ده چې ځینې موضوعاتو ته بیخي انکشاف ور نه کړي، ځکه دا موضوعات د همدې لپاره رامنځ ته کیږي چې له یو څخه بل ته انتقال شي او تحلیل شي چې وضعیت خراب کړي.
افغانستان تاریخ کې ثابته شوې چې بریالیتوب او پرمختګ په یووالي کې دی او هغه ورځ چې یووالی له منځه لاړ شي، په دې خاوره کې د هیچا هم شپې نه کیږي، نو ښه لار د یو بل منل دی او چې ته وایي چې زه او زه وایم چې زه ، نه به ته یې نه به زه یم، او که ته وای چې ته یې او زه وایم چې ته یې ، هم به ته یې او هم به زه یم.

Comments

Leave a Reply