د اسلام لپاره نه، د قدرت لپاره جنګ ــ له اوربند انکاري طالبانو د ټولو وژنو مسؤل دي ــ د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي:

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د افغانستان په بېلابېلو برخو کې، د انعکاس تلویزیوني سټېشن د هغو درې ښځینه کارکونکو د خاورو ته سپارلو مراسمو په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ په جلال اباد کې ووژل شوې،‌ غم او غوسه خپاره وو.
د اسلام لپاره نه، د قدرت لپاره جنګ
په ټولنیزو شبکو کې سخت قهر راوپارېد او د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د وروستیو وژنو له امله سخت انتقادونه وکړل.
غني خان لیکلي، «داسې ښکاري چې دا جنګ د اسلام لپاره نه دی؛ دا یواځې د وېرې او ترهګرۍ د خپرولو له لارې د قدرت ترلاسه کولو لپاره دی؛ څوک چې له اوربند انکار کوي، د دې ټولو جنایتونو مسؤل دي.»
رؤف افغان لیکلي، «دغو ښځو د دې لپاره کار کاوه چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي. هغوی له طالبانو سره جنګ نه کاوه.‌ هغوی بې وزلې وي؛ هغوی یواځې د دې لپاره کار کاوه چې خپلو کورنیو ته روزي ومومي.»
افغان او امریکایي چارواکي د تاوتریخوالي د څپې پړه پر طالبانو ور اچوي، په داسې حال کې چې افغان حکومت وایي چې یاغیان هره ورځ ځانونه د داعش د ادعاوو تر شا پټوي او په دې توګه د خپلو پښو پل پټوي.
دغه درې ښځې د خصوصي تلوېزیوني سټېشن له دفتر څخه له وتلو وروسته د ۱۰ دقیقو په فاصله کې په دوه جلا جلا بریدونو کې ووژل شوې، چې د یوه همکار په وینا یې دا یو پلان شوی برید وو.
د انعکاس رییس زلمي لطیفي په نیویارک کې د ژورنالستانو د خوندیتابه کمېټې (سي پي جی) سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې تایید کړه چې، وسله والو سړیو مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رؤفي هغه وخت وویشتلې چې هغوی له کار څخه کور ته په لاره روانې وې.
خپلوانو په وینا، دغو ښځو د ۲۰ او ۲۶ کالونو تر منځ عمرونه لرل.
انعکاس یوه خپلواکه، خصوصي رسنۍ ده چې خبرونه او د تفریحي پروګرامونه خپروي. لطیفي د ژورنالستانو د خوندیتابه کمېټې (سي پي جی) سره په خبرو کې وویل، دغه سټېشن ته ډېر وختونه د هغو افراطیانو له خوا ګواښونه کیږي چې د دې سټیشن له خبري پوښښ او دغه راز له تلوېزیوني نندارو او فلمونو سره چې خپروي یې، ستونزې لري.
هغه وویل، یادو ښځو بهرني تفریحي تلوېزیوني پروګرمونه او فلمونه محلي ژبو ته دوبله کول.
لطیفي له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، وژونکیو یوه ښځه د هغې له موټر څخه راکوزه کړې او بیا یې ویشتلې وه.
سټېشن دغه ورځ د یوې «ِغجنې ورځې» په توګه یاده کړه او یادونه یې وکړه چې دغه تلوېزیوني سټېشن «ډېر ځلې په نښه شوی، خو دا دویم ځل دی چې موږ خپل قدرمن همکاران له لاسه ورکړل.»
د چارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د ښځو د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې دوستان او د کورنیو غړي راټول شوي ول، سړیو په نوبت د یوه بېل په وسیله تازه قبرونه اېستل په داسې حال کې چې نورو د مرګونو د پای ته رسولو غوښتنه کوله.
د سعدیه سادات ورور روښان سادات خپله خور یوه «حیاناکه خو فعاله» نجلۍ وبلله.‌ هغې په شوق سره د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوله او پلان یې درلود چې پوهنتون ته لاړه شي او حقوق ولولي.
هغه وویل، «موږ هغه له خپلو ټولو هیلو سره یوځای خاورو ته وسپارله.»
په انعکاس تلوېزیون کې یوه بل همکار چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل، سټېشن دغو وژنو په ویر اخته کړ او دغه درې واړه قربانیانې د یوې «کورنۍ» په څېر وې.
د هغوی دغه همکار وویل، «درې بې ګناه نجونې د ورځې په رڼا کې د ښار په منځ کې ووژل شوې.‌ نور نو هیڅوک هم خوندي نه دی.»
فرهاد شهراني

Comments