د اسلام له نظر د ټاکنو د ارزښت په اړه د افغانستان د متحدو علماو د شورا اعلامیه!

comments 0

پرته له شکه چې اسلام یو کامل دین دی، چې احکام یې له هر وخت سره سم پر هر چا د پلي کیدا وړ دي، الله تعالی فرمایلی دی:الْیوْمَ أَکمَلْتُ لَکمْ دینَکمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَیکُمْ نِعْمَتی وَ رَضیتُ لَکُمُ الْإِسْلامَ دیناً ﴿سوره مائده، ۳ آیت) ژباړه: نن مې ستاسو دین بشپر کړ او خپل نعمت می تاسو باندې تمام کړ او اسلام مې ستاسو د تل پاتي قانون په توګه وټاکه.
له پورتنې آیت څخه دا څرګندیږي چې اسلام هغه بشپړ دین دی، چې د دنیا او اخرت ټولې ښیګني او ګتي په کې نغښتې دي او د انسانیت د فلاح او نجات لپاره د یوه قانون او آیین بڼه لري.
هر څوک چې په خپل ژوند کې اسلامي احکام عملي کړي، په دنیا او اخرت کې به یې له مزایاوو څخه برخمن شي، په اسلام کې پر شورا تاکید شوی او له مسلمانانو غوښتل شوي، چې په خپلو منځونو کې دې سره سلا او مشورې وکړي، پیغمیر صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی امر کړی، چې له صحابه کرامو سره مشوره وکړه،(وشاورهم فی الام) (وامرهم شورا بینهم) پرته له شکه، چې شورا زیاتي ګټې لري او کوم کار، چې په مشورې سره تر سره شي، بیا پښيماني او نیمګړتیاوې نه لري. شورا د یوه عادلانه او ولسواکه نظام اصل ګڼل کیږي او مسلمانانو ته په کار ده، چې په خپلو منځونو کې سلا مشورې وکړي. په تېرو وختونو کې صحابه کرامو خپل زعامت د مشورې او یا هم د وصیت له لارې ټاکلی دی، خو په نننۍ نړۍ کې د زعیم او ولسمشر ټاکلو ډېره غوره لار د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي.
باید په پام کې ونیول شي، چې د ټاکنو له لارې د مشرتابه ټاکنه، لکه څنګه چې ادعا کیږي، د لويدیځ تمدن لاسته راوړنه نه ده، بلکې په اسلامي فرهنګ او ارزښتونو کې ریښې لري، هغه عمده ټکې چې موږ په دغه کار باندی باورې کوي هغه داسلام د مبین دین کې د شورا بیعت او اجماع په اړوند د حکمونو شتون دی چې د هریو مفاهیمو په څیړنې تفسیر او پراختیا سره کولاې شو د ټاکنو او مشرانو د ټاکلو د څرنګوالې په اړه پراخې نظریې ترلاسه کړو او دغه راز د اسلام د ستر پیغمبر سنت دی چې له درنو صحابه کرامو سره به یې سلام مشورې کولي.
د ټاکنو په اړه د اسلام نظر کولې شو په ددو سرچینو یعنې قران او د اسلام د ستر پیغمر صلی الله علیه وسلم پرسنتو کې و څیړو د اسلام په صدر کې او ان د حضرت صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته د رنو صحابه وو، د خلکو د بیعت ،دمشر ،خلیفه او دپیغمر علیه السلام د جانشین د ټاکلو په اړه له شورا څخه کار اخیستی دی.
نو داچې په اوس وخت کې ستونزمنه ده چې له هرچا جلا جلا نظر واخیستل شی نو د ټاکنو عرف او عنعنه په زیاتو اسلامي ټولنو کې رایج شوی او خلک کولای شي چې په یوه ازاده فضاکې د خپلي خوښی زعیم او کاندید ته رایه ورکړي، ځکه چې اوسمهال د ولسواکی د حاکمیت لپاره دغه کار یو منل شوی نړیوال اصل ګڼل کیږي او په زیاتو هیوادونو کې خلک له همدغې لارې خپل سیاسی زعامت ته رایه ورکوي.
نو باید وویل شي چې د ټاکنو ترسره کیدل په اسلام کې دشورا له اصل څخه سرچینه اخلي چې ترمخه یې خلک دی ته اړکیږي چې د رایي اچونې په واسطه د خپلي خوښي رهبر ته رایه ورکړي.
خو له بده مرغه چې د هیواد د سولې او ثبات دښمنان تل هڅه کوي تر څو د ټاکنو په اړه د یو لړکاذبو او له حقیقت څخه لرې تبلیغاتو، د نوم لیکني پر سایتونو بریدونو، د نوم لیکني د کارمندانو په تښتوني او له نوم لیکني څخه د خلکو د مخنیوي په موخه تر څو په راتلوونکو ټاکنو کې چې یوه ملی او برخلیک ټاکونکي پروسه ده له خنډ سره مخ کړي.
نو د ټاکنو اهمیت ته په کتو سره ټولو هیوادوالو ته پکار ده چې د راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره خپله نوم لیکنه وکړي تر څو په راتلووني ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند په اړه خپله مشوره د رایي په واسطه ورکړی، ځکه چې زمونږ یوه رایه په هیواد کې د یوې روښانه راتلونکي، پراختیا ، سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول لري او دغه راز د یوه نظام د مشروعیت لپاره عمده عنصر ګڼل کیږې.
وما علینا الا البلاغ

Comments