د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه ژوره اندېښنه وښوده

comments 0

 

هندوکش ـ کابل: د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د دې سازمان عمومي مشر یوسف بن احمد العثیمین په یوه بیان کې چې د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ خپور شو، وویل چې په افغانستان کې د وروستیو شخړو د قربانیانو له کورنیو سره او د افغانستان له حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.

په دې بیان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار شوی دی او هر راز ترورېزم غندل شوی دی.

ازادی رادیو

Comments