د استاد بختاني جنازه جلال اباد کې وشوه

comments 0

هندوکش – ننگرهار : سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار د ۹۳ کلونو په عمر کابل کې ومړ او نن یې جنازه د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې وشوه.
د استاد بختاني نږدې ملګري مرحوم بختانی د افغانستان د ادبي او هنري خدمتونو لاری ګڼي او مړینه يې د افغانانو ادبي بهیر ته لویه ضایع ګني.
ارواښاد عبدالله بختاني څیړنیز، تخلیقي، تحلیلي او ګڼ نور اثار له پارسي، عربي، روسي او اسپانوي ژبو څخه نثر او نظم ته ژباړلي خو، هغه چې اوس یې لیکل روان ؤ د تل لپاره نیمګړي پاتي شول.
استاد بختاني د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ بختاني کلي کې زیږیدلی و او د پښتو ژبې، هنر او نورو ډيرو برخو کې يې زیات کار کړی و.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply