د اسامه د وژل کېدو اوه کاله پوره شول

comments 0

16 Views

هندوکش – د القاعدې شبکې مشر، اسامه بن لادن اووه کاله مخکې د ۲۰۱۱ م زېږدیز کال د مې میاشتې په دویمه نېټه د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې په نیمه پوځي سیمه، ایبَټ اباد سیمه کې ووژل شو.
امریکا او متحدینو یې د القاعدې مشر وژ ل کېدل یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله خو د اوو کلونو په تیریدو لا هم په افغانستان او سیمه کې د القاعده غړو له موجودیت انکار نه شي کیدای.
د امریکا استخباراتي ادارې د سپټمبر یوولسمې پېښې وروسته خپل لومړنی هدف د القاعده شبکې مشر اسلامه بن لادن او د هغه تر امر لاندې القاعده شبکه اعلان کړه.
د سپټمبر پېښه چې په پایله کې یې شاخوا درې زره امریکایان ووژل شول، د القاعده مشر اسامه بن لادن یې مسولیت په غاړه واخیست.
هغه مهال اسامه بن لادن او ملګري یې افغانستان کې دیره وو او د ملا محمد عمر په مشرۍ یې د طالبانو له رژیم سره نږدې اړیکې درلودې.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments