د اروپا پارلمان: طالبان دې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د اروپا پارلمان د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره ويلي، طالبان د جګړې له لارې واک ته نشي رسېدلای او دغې ډلې ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.
په یاد پرېکړه لیک کې د طالبانو له لوري وروستیو ترسره شویو بریدونو ته په اشارې ویل شوي، چې دا ډله لاهم په خپلو بریدونو سره د ملکي خلکو ژوند اخلي او نور باید له دې چارې لاس واخلي.
پرېکړه لیک کې وړاندې راغلي، چې طالبان غواړي د جګړې له لارې واک ته ورسیږي؛ نو ځکه یې د بهرنیو د اروپا پارلمان: طالبان دې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړيسرتېرو له وتلو سره سم په افغانانو بریدونه زیات کړي.
یاد پارلمان همداشان اندېښنه څرګنده کړې، چې ښايي د طالبانو په راتګ سره به د افغان مېرمنو تېرې لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي او یاد هېواد به تېر تاریخ ته ورستون شي.
دوی همداشان له طالبانو هم غوښتي، چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کیني او نور دې افغان وژنه ودروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments