د اروپایي ټولنې ۶ غړو د دې ټولنې کمېسیون ته خبرداری ورکړی

comments 0

هندوکش_اروپا:د اروپایي ټولنې شپږو غړیو اروپایي کمېسیون ته یو لیک استولی او د هغې پرېکړې په وړاندې یې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته یې چې طالبانو حملې زیاتې کړي، د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو لړۍ درولې.
د پناه غوښتونکو او کډوالو په چارو کې د دولت وزیر سمیع مهدي پرون دوشنبه ناوخته په یوه ټویټ کې کښلي چې د افغانستان یو شمېر سیمې خوندي نه دي، خو دا د دې دلیل نه شي کیدای چې د دې هېواد هر وګړی یې په اتومات ډول د خوندیتوب وړ وګڼل شي.
هغه ویلي، جرمني، اتریش، هالنډ، ډنمارک او یونان هغه هېوادونه یاد کړي چې پر دغه لیک یې لاسلیک کړی دی.
ټاکل شوې چې دغه موضوع به د اګسټ په اتلسمه د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو په انلاین یا مجازي غونډه کې راپورته شي.
د بلجیم دغه وزیر دغه راز ویلي چې هغه افغانان چې د یوې بشپړې او خپلواکې پروسې په نتیجه کې د پناه اخېستو وړ نه پیژندل کېږي، نه شي کولای په بلجیم کې پاتې شي.
اروپایي کمېسیون ویلي چې دغه لیک یې ترلاسه کړی او په مناسب وخت کې به ورته رسیدګي وکړي.
دادان وزیری

 

Comments