د ارغنداب جګړه کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال شل وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې د ارغنداب ولسوال امیر جان الکوزی وايي، تېره شپه نهه بجې طالب وسله والو د یادې ولسوالۍ پر شپږو امنيتي پوستو بریدونه وکړه، چې جګړې د سهار تر څلورو بجو وغځېده.
ولسوال وايي، په دغه سخته جګړه کې اته طالبان وژل شوي او دولس نور ټپيآن دي.
د ولسوال په خبره په دغه جګړه کې له طالب وسله والو دوه میله وسله هم پاتې شوې ده.
جګړه کې یو پولیس هم شهید شوی او دوه نور ټپيان دي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply