د ارغستان لپاره د طالبانو ولسوال ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د طالبانو نومول شوی ولسوال ونیول شو.
د زابل ښار صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، ملا عبدالروف وړمه ورځ د کندهار ارغستان ولسوالۍ د وام درې سمه کې دملي پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د دراني په خبره له پولیسو سره نښته کې د ملا عبدالروف پنځه ساتونکی وژل شوي او دی نیول شوی دی.
ملا عبدالروف د زابل ښار صفا لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وو.
ننګیالی کوهنورد

Comments