د ارغستان اوسېدونکي: د طالبانو له لوري د لارو بندولو له سختو ستونزو سره مخ کړي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار د ارغستان ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد داود هندوکش ته وویل، وسله والو طالبانو د تېرې یوې میاشتي راهیسې د دې ولسوالۍ عمومي او فرعي لارې په ماینونو بندي کړې، پلچکونه یې په بمونو الوزولي، یواځنی روغتیایی مرکز هم تړل شوی او د کیلو ترمنځ خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
هغه وايي: “عمومي روډ بند دي پلچکان ټول الوځول شوي، د یوه کلي تر بل کلي د خلکو تګ راتګ مشکل دی،کلینیک مو بند دی یو پاکټ درمل هم په سیمه کې نه پیدا کېږي.”
نوموړی زیاتوي، د ارغستان او کندهار ښار ترمنځ د زابل ولایت په مربوطاتو کې یوازې یوه خامه فرعي لار پرانیستې ده چې د اوږد واټن او خراب وضعیت له امله خلک پرې تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي.
د هغه په وینا په دغه ولسوالۍکې د انارو فصل حاصل ته رسېدلی خو د لارو د محاصرې له امله خلک خپل د باغونو حاصلات نشي ټولولای.
بلخوا د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ارغستان ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پرمخ د لارو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښيي.
د دغه کمېسیون د ملکي وګړو د خوندیتوب د څانګې مشر نعمت الله حسني هندوکش ته وویل، چې په روانه میاشت کې په ارغستان ولسوالۍ کې په اوسط ډول هره ورځ پر ملکي خلکو دوه تر درېیو پورې د سړک غاړي ماین چاودنې شوي.
هغه وویل: “د ولسوالۍ څخه تر کندهار ښاره او د کلیو څخه د ولسوالۍ د مرکز پورې د خلکو تګ راتګ ستونزمن دی نه یوازې په رسمي لارو کې بلکې په هغه کلیوالي لارو کې هم ماینونه خښ شوي.”
د وروستیو راپورونو پر بنسټ په روانه میاشت کې په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنو له امله شاوخوا دېرشو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نژدې دوې اوونۍ مخکې د دغه ولسوالۍ په لوی کاریز سیمه کې په دو پرلپسې چاودنو کې د دو کورنیو ۱۶ ملکي کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
بلخوا وسله وال طالبان هم مني چې د یوه تکتیک له مخې یې د ارغستان ولسوالۍ عمومي لارې تړلي.
د دغه ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې دغه چاره به تر نامعلوم وخته دوام وکړي.
عبدالله اڅکزی

Comments