د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر سیمې له طالبانو بېرته ونېول شوې

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان چارواکي وایي، چې د دې ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې یې یو شمېر سیمې له طالبانو بېرته نیولي او هغوی ته‌ یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.
د دې ولایت د امنیه قوماندان شفیق‌الله سهار تېره شپه رسنیو ته وویل، چې دغه عملیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کمانډو ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي دي.
ده وویل: “دره سنجد ساحه ‌یې نیولې او هلته مو څلور پوستې واچولې، خیلنو ساحه، کنډوګک ساحه دغو ساحو کې چې طالبان وو، دا مو بېرته ونیولې. ۱۱ طالبان وژل شوي.”
د سهارپه وینا، د وسلوالو طالبانو یو شمېر وسلې او موټرسایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
پر ګېزاب ولسوالۍ وسلوالو طالبانو تېره اوونۍ پراخ برید کړی او ډېرې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې.
دا په داسې مهال کې ده چې طالبانو له یوخوا د سولې مخامخ خبرې روانې دي او له بلخوا یې پر افغان ځواکونو خپل بردونه ته زور ورکړی، طالب هوکړه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو سره به هممهاله تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي خو هغسې نشول طالبانو په خپلو ژمنو ندي ولاړ اوس غواړې چې د سولې روانه پروسه له خنډ سره مخ کړي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Comments