د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د دولت مخالفې ډلې 40 کسان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: د چورې ولسوالۍ امنیتي چارواکو په وینا د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 40 وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د چارواکو په وینا، په چوره ولسوالۍ کي د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په جګړه کي ۴۰ وسله وال وژل سوي او ۲ افغان سرتېري هم ټپیان سوي دي.
د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان رحمت شاه قیمتي رسنیو ته ویلي، دغې ولسوالۍ ته یې تېره شپه لسګونه اضافي مرستندویه کومانډو سرتېري لېږلي او اوسمهال هلته وضعيت عادي دی.
قیمتي دغه راز زیاتوي چې نن سهار د مرکز ترینکوټ اړوند شاه منصور او ګوګرک سیمو کې یې هم د “اتل ۲” په نوم عملیات پیل کړي چې تر دا مهاله يې ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي.
بلخوا د اروزګان د ولایتي شورا مسؤلین وايي، وسله والو طالبانو ولسوالي سخته محاصره کړې او د سقوط ګواښ یې سته.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استوالي برښنالیک کې ویلي چې ولسوالي دوی کلابنده کړې او ګڼو افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده
عمران احمدزې

Comments