د ارزګان ولایت اوسیدونکو د سولې او اوربند سربیره په ملي یووالي ټینګار کړی دی

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: په ارزګان ولایت کې سلګونو ځوانانو او مدني فعالانو د یوې جوړې شوې غوڼدې په ترڅ کې د سولې او اوربند سربیره په ملي یووالي ټینګار کړي او د جګړې له ښکېلو لوريو په ځانګړي ډل له وسلوالو طالبانو څخه غوښتي دي، چې له جګړې لاس واخلې او د سولې له ملي پروسې سره یو ځای شئ.
یاد ځوانان وايي، که په هېواد کې شته قومونه او قشرونه سره یو والي وکړي لرې نه ده، چې په هېواد کې به یوه تل پاتې او دایمي سوله قایمه شي.
دوي وايي سوله د ټولو پرمختګونو بنسټ دی او د سولې لپاره باید ټول افغانان کار وکړي.
ننګیالی کوهنورد

Comments