د ارزګان لپاره د طالبانو مرستیال قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش – ارزګان: راپورونه وایي، ارزګان کې د یو هوایي برید په پایله کې د طالبانو مهم قومندان چې د نظامي قومندانۍ مرستیال و، وژل شوی دی.
ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت دا برید کړی او په ډاګه شوې چې په دې برید کې حاجي استاز وژل شوی چې د ارزګان لپاره د طالبانو د نظامي ډلې مرستیال و.
سوېل کې د غوځ ملاتړ ماموريت ویانده انجیل تمکو وایي، حاجي استاز دوې ورځې مخکې د روزګان په مرکز ترينکوټ کې د هوايي ځواکونو په حمله کې وژل شوی.
په دې برید کې له حاجي استاز سره نور طالبان هم وژل شوي خو هویت او شمېره یې نه ده په ډاګه.
عمران احمدزی

Comments