د ارزګان عملیاتو کې ۱۴ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې یې د پيل شویو عملیاتو پر مهال تېره ورځ او شپه ۱۴ طالبان وژلي او ۱۳ نور یې نیولي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي ليوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وایي، یاد وسله وال طالبان يي تیره ورځ د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند سوله او مهراباد نوم سیمو کې د عملیاتو او شپنیو چاپو پر مهال وژلي او نیولي دي.
نوموړی وايي د یادو عملیاتو پر مهال يې لسګونه کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
نوموړې زیاتوي چې عملیات لا هم په یاد سیمه کې روان دي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply