د ارزګان خلک د مرستو پرځآی سوله غواړي

comments 0

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي سوله غواړي چې بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
د ارزګان له ځینو ولسوالیو مرکز ترینکوټ ته بې ځایه شوې کورنۍ له حکومت غواړي چې لویه مرسته به یې دا وي چې ژر تر ژره سولې ته ورسیږي.
کډوال د لنډ مهالو مرستو پر ځای د سولې د خبرو د بري غوښتنه لري او له وسله والو طالبانو غواړي چې نور دې د پردۍ جګړې لاس واخلي.
مرکز ترینکوټ ته سلګونه کورنۍ د طالبانو د جګړې له ډاره بې ځایه شوي چې اوس په سخت وضعیت کې دي.
له دې سره ځایي چارواکو ژمنه کړې چې بې ځایه شویو ته به مرستې رسوي.
عمران احمدزی

Comments