د اردوغان مخالف ګوند ټاکنو کې خپل بریا اعلان کړه

comments 0

هندوکش – ترکیه: په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف گوند وایي، په استانبول او انقرې کې په سیمیزو ټاکنو کې مخکښ دي.

د اردوغان مخالف گوند مشر کمال له بريا نه وروسته خپلو پلویانو ته په یوې وینا کې ویلي، چې نن یې دیموکراسي وگټله او هغوی په انقرې او استانبول کې اردوغان ته ماتې ورکړې ده.

په ترکیه کې د ولسمشرۍ د نظام له ټینګښت نه وروسته، دا لومړی ځل دی چې په سیمیزه کچه ټاکنې ترسره کیږي. اردوغان دغه ټاکنې د ترکیې لپاره خوار مهمې بللې دي.

د چارو کارپوهان چې د استانبول او انقرې ښارونه یې د اردوغان لپاره زیات مهم بلل ویلي دي، چې اردوغان د اقتصادي وضعیت له امله په دغو دوو مهمو ښارونو کې له ماتې سره مخ کیدای شي.

اردوغان چې له تېرو ١٦ کلونو را په دېخوا په واک کې دی، د دې ټاکنو لپاره له تېرو څو میاشتو راهیسې سخت کمپاین ترسره کړی دی.

محمد امان دوران

Comments