د اردوغان او ټرامپ لومړنۍ حضوری لیدنه

comments 0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ سره د لومړي ځل لپاره مخامخ لیدنه وکړه.
په پرونۍ لیدنه کې تر هر څه ډیر د پې کاکا او داعش ترهګرو سازمانونو پر خلاف د مبارزې پر مسلې خبرې وشوې.
د ترکیې ولسمشری مانی ویاند ابراهیم قالن خبریالانوته وویل چې پرونۍ لیدنه د دواړو هیوادونو له پلوه ډیره ګټوره وه او دواړو خواوو د ترکیې او امریکا د ستراتيژیکو اړیکو په اهمیت ټینګار وکړ.
ابراهیم قالن زیاته کړه چې پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي، تجاري او دفاعي صنایع په برخه کې په اوچتیدونکو ګامونو غور وشو.
ابراهیم قالن وایي چې په پرونۍ لیدنه کې د پې کاکا او داعش ترهګرو سازمانونو سربیره د فتح الله ګولن ترهګر سازمان په مسلې هم د امریکا سره خبرې وشوې.
هغه وویل چې په لیدونو کې په سوریه او عراق کې په وروستیو پرمختګونو په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې.

Comments

Leave a Reply