د اداري اصلاحاتو کمېسیون ځواب ویونکی دی

comments 0

هندوکش – کابل: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون هغو کسانو ته ځواب ویونکی دی چې دولتي بستونو لپاره د کانکور په ازموینه کې په لوړو نمرو هم پاتې دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون کمشنر بریالي هلمند ډاډ ښودلی چې پروسه یې شفافه ده او هغه کسان چې په ازموینه کې بې نتیجې دي، د بست لپاره یې سیالان زیات و.
یاد کمېسیون د ۱۷ زره دولتي بستونو لپاره ازموینه د کانکور په ډول اخیستې وه او هغه کسان چې د ټاکل شوي بست لپاره یې زیاتې نمبرې اخیستي بریالي اعلان شوي دي.
بریالی هلمند وایي، کوم کسان چې په دې پروسه کې بریالي شوي، کولای شي اداري اصلاحاتو کمېسیون څخه فورمه واخلي او خپل کار پیل کړي.
هغه کسان چې په لوړو نمبرو نه دي بریالي شوي او شکایت لري، کولای شي په ولایتونو او مرکز کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته مراجعه وکړي.
له دې سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په وزارتونو کې څلورم او دریم بستونه هم اعلان ته ورکړي چې نوماندان به ازاده سیالۍ کې ګډون کوي.
کمېسیون ډاډه دی چې په پروسه کې یې شفافیت په پام کې نیول شوی او هیڅ ډول لاسوهنه، واسطه او پيسې پکې نه دي چلیدلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments