د احمدزي د تورونو سپناوي ته پلاوی وټاکل شو

comments 0

هندوکش – کابل: لوی څارنوالۍ د حبیب الله احمدزي هغو تورونو سپیناوي ته پلاوی ټاکلی چې ارګ کې یې ځینو کسانو باندې لګولي دي.
لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، پلاوی به تر پنجشنبې له احمدزي ټول اسناد او شواهد وغواړي.
حبیب الله احمدزی چې د ولسمشر مخکینی امنیتي سلاکار و له دندې لیرې شوی او بیرته یې د دندې لاس ته راوړلو لپاره تورونه لګولي دي.
اوس لوی څارنوالۍ او ارګ کار کوي چې د حبیب الله احمدزي په تړاو ټول اسناد او شواهد راټول او سپیناوی له خلکو سره شریک کړي.
احمدزي چمتووالی ښودلی چې اسناد او شواهد لري او پلاوي ته به یې وسپاري او د تورونو سپیناوی به ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments