د ابوبکر البغدادي زوې د سوریې حمص ښار کې ووژل شو

comments 0

هندوکش – سوریه: د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي زوې چې سوریې حکومت او روسانو پر وړاندې یې په سوریې کې جګړه پر مخ بیوله حمص ښار کې وژل شوې دې.
د سوریې رسنۍ لیکي چې،د داعش ترهګرې ډلې خلیفه ابوبکر البغدادي زوی خدیقه البدري د سوریې د حمص په ښار کې د حرارتي برښنا په ستیشن کې وژل شوی دی.
په لیکنه کې راغلي چې خدیقه البدري په حمص ښار کې د نصرانیانو او روسانو پر خلاف په علمیاتو کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د اعماق خبري اژانس د البغدادي د زوی یو انځور هم خپور کړی دی. په انځور کې یو تنکی ځوان چې په لاس کې ټوپک دی ښکاري.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په اړه چې چیرته دی ؟خو د اعماق خبري اژانس د هغه د زوی د مړینې په اړه د خبر د خپرولو سره په غیرې مستقیمه توګه دې خبرې ته اشاره کړې ده چې البغدادي ژوندی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاند هم د داعش مشر د مړینې خبر څو ځلي خپور شوې وو خو تر اوسه یې په اړه کړه معلومات رسنیو سره شریک شوي نه دي.
محمد امان دوران

Comments