د آسیا پرمختیایي بانګ افغانستان سره اتیا ملیونه ډالره مرسته کوي

comments 0

8 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د آسیا پرمختیايي بانګ چارواکو په وینا، یاد بنسټ هوکړه کې چې افغانستان سره د کرنې، ترانسپورت او برېښنا په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.
د چارواکو په وینا،دغه بانک به له افغانستان سره د کرنې، ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد بانګ د مرستو په نوي لړې کې تیره ورځ درېو بهرنیو شرکتونو سره هوکړې لاسلیک کړې چې له مخې به یې یاد شرکتونه د اتیا میلیونه ډالرو په مرسته بامیانو او نورو مرکزي سیمو ته درې سوه میګاواټه برېښنا لېږدوی.
په ورته وخت کې د افغانستان د برېښنا شرکت رييس امان الله غالب وویل:« تر دوه میاشتو به په سیمه کې کار پیل شي او ۱۸ میاشتې به کار پرې وشي.»
د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغانستان سره که څه هم نړیوالې مرستې کمې شوي دي خو آسیايي بانک د بنسټيزو پروژو مالي ملاتړ ژمن دې او تل به یې ملاتړ کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments