د آذربایجان په پلازمینه باکو کې درنه چاودنه رامنځته شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – باکو: د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې درنه چاودنه شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر بنسټ د آزربایجان هیواد په مرکزي سیمه کې یوې لیلیه کې چاودنې له امله ډیر شمیر عام وګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عیني شاهدان وایي چې پیښه لیلې ته څیرمه سومګاهیتي سیمه کې شوې چې له امله یې یو شمیر وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان شوي او سیمه کې بیړنې حالت اعلان شوې دې.
د یادونې وړ دې چې پیښه د لیلیې په دریم منزل کې رامنځته شوې چې د اور مړ کولو لپاره اوس مهال هڅې روانې دي .
پیښې په اړه زیات معلومات ورکړل شوي نه دي او تر اوسه کومې ډلې د پیښې مسوولیت هم په غاړه نه دې اخیستې.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply