دیني مرکزونه بند؛ فاحشه خانې ازادې !؟

comments 0

پاکستان چې څومره ځان په ښکاره د اسلام داعي ښکاره کوي، پوځ يې همدومره د فحاشۍ لپاره کوي او د فاحشه خانو رسمي مرکزونو په پراختیا او پروموشن بوخت دي.
د پاکستان پوځ له یوې خوا ځانګړو دیني مرکزونو کې د خپلو ګټو لپاره د ترهګرو په روزنه بوخت دی، له بله پلوه په خپل هېواد کې دې خپلې ټولنې لپاره د فحاشۍ داسې مرکزونه جوړ کړي چې عوام یې ازاد فکره و اوسي او له سخت دریځۍ راوګرځي.
د پاکستان پوځ ته دیني مرکزونه د ترهګرو روزنځایونه ښکاري، خو د هیرا منډيي ترې هیره ده چې هره ورځ پکې د سلګونه پاکستانیانې له نورو خلکو سره نامشروع اړیکې نیسي، سلګونه پردي نارینه راځي، په پاکستاني فاحشو باندې سپریږي او پاکستان له دې درکه خپل ټکس اخلي، هیرا منډيي کې د فاحشه خانو له درکه د پاکستان حکومت د کال میلیونونه کلدراۍ عواید ټولوي.
یواځې هیرا منډیي نه ده چې فاحشه خانې دې پکې او دا فاحشه خانې د پاکستان له حکومت رسمي جواز لري چې ښځې او نارینه پکې په ازادانه ډول په یو بل سپریږي او پولیسو یې امنیت نیولی وي.
د پاکستان په ټولو ښارونو کې فاحشه خانې شته چې د خلکو له سترګو پنا نه دي، دا فاحشه خانې رسمي جوازونه لري او د هر هېواد وګړي کولای شي په ازدانه ډول ورشي او خپله جنسي غریضه پکې سړه کړي، د فاحشه خانو له درکه پآکستان کې هر کال د ایډز د ناروغي په ګراف کې لوړوالی راځي.
د پاکستان پوځ ته دیني مرکزونه د ترهګرو روزنځایونه ښکاري، خو بازارونه یې په شرابو ډک دي چې په ازادانه ډول پکې خرڅیږي او په ازاد ډول له روسيي څخه را واردیږي او پاکستان حکومت ترې مالیه اخلي او نور جواز یې ورکړی دی، پاکستان ولې د شرابو مخه نه نیسي چې اوس یې په دیني مراکزو کې سترګې خښې کړي چې بندې یې کړي، شراب د فحاشۍ سرچینه ده او هغه هېوادونو کې شراب ازاد خرڅيږي، عزتونه پکې په رڼا ورځ لوټل کیږي.
د پاکستان پوځ ته دیني مرکزونه د ترهګرو روزنځایونه ښکاري، خو ډسکو او د ډمو ښکاره بازارونه چې هره ورځ زرګونه ځوانان بې لارې کوي جواز یې ورکړی او هره ورځ په د زرګونه باکره پيغلو د بکارت جنازې پکې وځي.
پاکستان کې د ډمو مرکزونه داسې ښکاره دي چې په عامه ځایونو کې یې ډمې ګډیږي او خلک پرې قمار وهي او حکومت له دې درکه عواید په لاس راوړي چې د یوې اسلامي ټولنې د عوامو د ارزښتونو په فکر کې نه دی.
پاکستان د ملا فضل الرحمن په فتوا پېښور کې هغه سینماګانې وتړلې چې هندي او پښتو فلمونه پرې چلیدل، خو هغه سینماګانې لا هم شته چې سکس(بربنډ) فلمونه چلوي لکه شمع سینما چې هر ورځ پکې لواطت او زنا کیږي، هره ورځ پکې خلک له ایمان خلاصیږي، خو دا چې د پاکستان حکومت ته پیسې ورکوي، دا چې د پوځ تګلاره عملي کوي د بربنډو فلمونو د نشر اجازه لري.
د پاکستان پوځ تر ټولو لوی کار دا کړی چې پيژندل شوي کسان او اشخاص یې استخدام کړي چې هر کله د عوامو په غبرګون کې د هغوی د ارامولو کار وکړي، یا دا چې د عوامو فکرونو باندې کار وکړي چې ځینو موضوعاتو کې هیڅ ځان دخیل نه کړي، کنه په یو اسلامي هېواد کې چې زیات عوام یې قوي مسلمانان وي، لومړی به یې د پوځ پرضد جهاد پیل کړی وای.
د پاکستان د پوځ پروړاندې پاڅون ځکه یو اهم جهاد دی چې د اسلام نوم یې ټولې نړۍ ته بدنام کړی او د یو اسلامي هېواد تر نامه لاندې داسې کارونه او تګلارې لري چې کفري هېوادونه یې ګوته په غاښ کړي.
هر کله چې د پاکستان عوام د یوې موضوع په تړاو راپورته شي او غواړي د پاکستان حکومت او پوځ وننګوي، همغه ورځ د خلکو په منځ کې چاودنې کوي، د دې لپاره چې د خلکو پام په بله کړي، لسګونه کسان په یوه ورځ وژني او دا د پاکستان د پوځ پالیسي ده چې د پاکستان د ساتلو لپاره دې زرګونه کسان ووژل شي.
پاکستان به وساتل شي، خو داسې پاکستان چې اسلام به قرباني کړي او اسلام به په ټوله نړۍ کې داسې نوم بدی کړي چې خلک به د ټولو مسلمانانو په اړه داسې فکر کوي لکه د پاکستان د پوځ تګلارې چې قرباني یې عوام ورکوي او ګټې یې یواځې د پاکستان بې دینه پوځ وړي، داسې پوځ چې د برټانیا له جنسه دی او د اسلام د له منځه وړلو لپاره سل کاله وړاندې زیږیدلی.
لیکوال: نوید احمد څرک

Comments

Leave a Reply