دیني علماوو له وسله والو د جګړې د بس غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې دیني علماوو په یوې پراخه غونډه کې له وسله والو مخالفینو غوښتنه کړې چې نور دا ناروا جګړه بس کړي او د سولې د پروسې له لارې دولت او کورنیو سره یو ځای شي.
دا لویه غونډه چې د روداتو ولسوالۍ په انګړ کې جوړه شوې وه، دیني علماوو او قومي مشرانو په وسله والو ډلو غږ کړی چې د هېواد د بربادۍ پر ځای دې هېواد اباد کړي.
د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، علماء کرامو، جهادي قومندانانو، قومي مشرانو او د سيمې لسګونه اوسيدونکو ګډون کړی و.
دیني عالم ضیاءالله حکیمي وويل، چې ټول علماء کرام بايد له ممبر څخه د اصلاحاتو، سولې او ورورولۍ په موخه غږ پورته کړي.
نوموړي په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او پر مخالفينو يې غږ وکړ، چې د مسلمانانو له وژنو تېر شي او د مظلوم ملت د خوښۍ او هوساينې په موخه سوله وکړي.
د روداتو ولسوالۍ د بړو قريي د جامع جومات خطیب مولوي فریدالدین د اسلام مبارک دين له نظره د سولې پر اهمیت خبرې وکړې او پر هېوادوالو يې غږ وکړ، چې د خپلو کورنیو غړي د سولې پر اهميت وپوهوي او له وسله وال مخالفت څخه يې لاس په سر کړي.
د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار د علماء کرامو د دې اقدام ستاينه وکړه، چې د سولې په موخه يې غونډه کړې.
نوموړي له علماء کرامو وغوښتل، چې د ممبرونو او ځانګړو غونډو په ترڅ کې ولسونو ته د سولې پر ارزښت خبرې وکړي او په دغه برخه کې عامه پوهاوی تر سره کړي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply